قاهره 08 نومبر(اے پي پي) په مصر كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 12 وسله وال وژل شوي دي. د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د مصر د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې امنيتي ځواكونو د اسوان په السلسه كلي كښې عمليات كړي دي او په دې موقع د ډزو په تبادله كښې 12 كسان مړه شوي دي او د دوي څخه په لويه اندازه وسله هم ترلاسه شوې.په بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا كسان هغه مهال ټرېس كړے شول كله چې دوي په دوه ټركونو كښې وسله خپلې اډې ته منتقل كوله.