په صوماليه كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې د الشباب ډلې 12 وسله وال نيول شوي

موغاديشو 08 نومبر(اے پي پي) په صوماليه كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې د الشباب ډلې 12 وسله وال نيول شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د صوماليه د امنيتي اېجنسټې كمانډر محمد حسن وئيلي دي چې امنيتي ځواكونو په بېدوا سيمه كښې د عملياتو په مهال د ترهګرې ډلې نېټ ورك تباه كولو سره 12 وسله وال نيولي دي. د الشباب ډلې د پوځي عملياتو په اړه څه نه دي وئيلي خو دا عمليات په سوئيلي لوېديځ ايالت كښې د پارلماني ټاكنو نه وړاندې شوي دي.