په كولمبيا كښې د قاچاقبرو په بريد كښې 4 عسكر ووژل شول

بګوټا 08 نومبر(اے پي پي) په كولمبيا كښې د قاچاقبرو په بريد كښې 4 عسكر وژل شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې يو پوځي چارواكي په ټويټر په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې د كولمبيا په شمالي لوېديځه سيمه كښې قاچاقبرو په عسكرو بريد كړے دے او په نتيجه كښې يو كېپټن، يو كارپورل او دوه سپاهيان وژل شوي دي. ده ووئيل چې امكان دے دا بريد د قاچاقبرو ګلف كلان ډلې كړے دے.