د ټاكنو كميشن د بلدياتي ټاكنو د ځنډول كېدو خبر رد كړو

اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د پاكستان د ټاكنو كميشن په سوشل مېډيا د بلدياتي ټاكنو د ځنډول كېدو خبر په سختې سره رد كړےے دے. د اتوار په ورځ د ټاكنو د كميشن لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د خېبر پښتونخوا د دسمبر په 19مه نېټه كېدونكې ټاكنې به د ټاكل شوي شېډول له مخې د دسمبر په 19مه نېټه كېږي. د ټاكنو كميشن اولس ته خواست كړے دے چې هغوي دې په دې لړ كښې د كوم هم خبر تصديق د ټاكنو كميشن د وېب پاڼې او د اولسي اړيكو څانګې څخه وكړي او په بې بسټه او د دروغو په خبرونو دې باور نه كوي او نه دې د تصديق نه بغېر خبرونه وړاندې خپروي. په هره يو صوبه كښې د ټاكنو د كميشن پبلك ريلېشنز آفيسرز موجود دي، په مركز كښې دې د اولسي اړيكو څانګې سره رابطه وساتلې شي او يوازې د ټاكنو د كميشن څخه جاري شوي بيانونه او خبر پاڼې دې اولس خبرولو لپاره شريكې كړې شي.