كابل 07 نومبر(اے پي پي) په افغانستان كښې د چين سفير وانګ يو وئيلي دي چې افغان تجارانو لپاره د وېزې عمل اسانولو لپاره نرمي كېدې شي. د روسيې خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست ﴿لنډمهاله خارجه وزير﴾ امير خان متقي په خواست چين افغان تجارانو لپاره د وېزې عمل اسانولو باور وركړے دے. په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د دواړو هېوادونو سفارتكارو په دوه اړخيزه تجارت او په خاص توګه د افغانستان څخه د وچې مېوې په برآمداتو هم خبرې كړې دي.