په مېكسيكو كښې كارګو ټرك شپږ ګاډو سره د ټكر كېدو په پېښه كښې 19 كسان مړه او 3 ژوبل شوي

مېكسيكو سټي 07 نومبر(اے پي پي) په مېكسيكو كښې كارګو ټرك شپږ ګاډو سره د ټكر كېدو په پېښه كښې 19 كسان مړه او 3 ژوبل شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې ځائي چارواكو وئيلي دي چې د مېكسيكو په چلكو سيمه كښې په لويه لار كارګو ټرك نورو شپږو ګاډو سره ټكر شو او په نتيجه كښې ئې په څو ګاډو اور ولګېدو. د چارواكو له مخې په پېښه كښې 19 كسان مړه او 3 ژوبل شوي دي كوم چې نزدې روغتون ته رسول شوي دي.