د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر د لېنډ سلائډنګ له امله د ځپل شوې كورنۍ ماشومې ته د 15 لكه روپو د مرستې چيك وركړو

اېبټ آباد 06 نومبر(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني د لېنډ سلائډنګ له امله د ځپل شوې كورنۍ ماشومې ته د 15 لكه روپو د مرستې چيك وركړو. څه موده وړاندې د اېبټ آباد په بېجوبلوليا سيمه كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې د لېنډ سلائيډنګ له امله د كور لوېدو په پېښه كښې د محمد طفېل په نوم تن د خپلو څلورو بچو او كورودانې پشمول په حق رسېدلې و. سپيكر مشتاق احمد غني د پېښې د ځائ دوره وكړه او په خپله ئې د مرستې د چارو څارنه وكړه. ده د خالي په ورځ يواځنې بچ شوې ماشومې ته تعليم او كفالت لپاره د پنځلس لكه روپو د مرستې چيك وركړو.