په امريكا كښې د هيوسټن آسټرو ورلډ ميوزك په فېسټول كښې د ګډوډې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او 300 ژوبل شوي

لاس اېنجلس 06 نومبر(اے پي پي) په امريكا كښې د هيوسټن آسټرو ورلډ ميوزك په فېسټول كښې د ګډوډې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او 300 ژوبل شوي دي. د امريكائي مېډيا له مخې د هيوسټن ښار چارواكي سيموئل پينا مېډيا ته وئيلي دي چې دا پېښه تېره شپه په 9 بجې 15 دقيقې رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې 8 كسان مړه او 300 ژوبل شوي دي. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي. د چارواكو له مخې په فېسټول كښې 50 زره كسان شامل وو.