د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو او د وفاقي وزير اسد عمر ترمېنځه ملاقات

کوئټه 05 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر ترمېنځه ملاقات شوې۔ د ملاقات په مهال د بلوچستان پرمختګ لپاره د وفاقي حكومت منصوبو په وخت ترسره كېدل د فنډز په وخت اجراء او د منصوبو د مانيټرنك د موثره مېكنزم جوړول له سلا شوې او د صوبې د اوږدې مودې پرمختيائي مسئلو حل لپاره د وفاق او صوبائي حكومت سره په ګده د كار كولو د عزم څرګندونه شوې۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكي خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزيره زبيده جلال د صوبائي اسمبلۍ غرې مير ظهور احمد بليدي او اړوند چارواكي هم موجود وو