د محمود خان په مشرۍ كښې د چينۍ بيعې په اړه غونډه ٬ زر به بيعه ټيټېدو سره 90 روپو له راشي

پېښور 05 نومبر (اے پي پي) صوبه كښې د چينۍ زياته شوې بيعه ټيټولو لپاره هنګامي غونډه د جمعې په ورځ د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ كښې شوې۔ په دې موقع د چينۍ بيعه كښې اضافه معمول ته راوستلو لپاره د خوراك څانګې او د انتظاميې په اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې دا مهال په صوبه كښې چيني په 135 روپۍ كلو خرڅېږي، د كومې كمولو لپاره چې كوټلي اقدامات كوٶ٬ په دې لړ كښې د كراچۍ څخه لس زره مېټرك ټنه درآمدي چيني صوبې ته راروانه ده او په يو دوه ورځو كښې به دلته راورسي، دا چيني به د 86 روپۍ كلو په حساب ډيلرز ته وركولې شي او اولس ته به د 90 روپۍ كلو په حساب ترلاسه كېږي