د امریکې افغانستان كښې خپل پوځي کردار ته د پراختيا وركولو پريكړه

واشنګټن 09 مئی (اے پی پی) امریکې طالبان خبرو اترو ته د كېښنولو لپاره افغانستان كښې خپل پوځي کردار ته پراختيا وركولو له غور پيل كړے دے ۔ دا خبره د امریکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خپل يو راپور كښې كړې ده ۔ راپور د ذريعو په اړه وئيلي دي افغانستان كښې پوځي کردار ته د پراختيا وركولو مشورہ د امریکې سینئر عسكري چارواكو او د خارجه پالیسۍ صلاحكارو وركړې ۔ …

واشنګټن 09 مئی (اے پی پی) امریکې طالبان خبرو اترو ته د كېښنولو لپاره افغانستان كښې خپل پوځي کردار ته پراختيا وركولو له غور پيل كړے دے ۔ دا خبره د امریکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خپل يو راپور كښې كړې ده ۔ راپور د ذريعو په اړه وئيلي دي افغانستان كښې پوځي کردار ته د پراختيا وركولو مشورہ د امریکې سینئر عسكري چارواكو او د خارجه پالیسۍ صلاحكارو وركړې ۔ اولس شمر ډونلډ ټرمپ تر اوسه د دې منظوری نه ده وركړې۔ د اولس شمر ټرمپ لخوا د دې منصوبې منظورۍ پھ صورت به د امریکې عسكر يو ځل بيا افغانستان كښې پھ بيلو ډګرونو د طالبانو مخنيوي كوي۔ دې نه وړاندې د ډیموکریټك ګوند سره تعلق لرونكي پخواني اولس مشر باراك اوبامه افغانستان كښې د امريكائي عسكرو شميره پرله پسې کمه كړې وه۔ دا مهال په افغانستان كښې د امريكې 8 زره 400 عسكر په ځائ دي او د منصوبې منظورۍ په صورت به درې زره نور عسكر په هېواد كښې تعینات کولې شي۔ دې سره سره به د ناټو غړو هېوادونو ته په افغانستان كښې د خپلو عسكرو شميره زياتولو لپاره وئيلي شي۔ افغانستان كښې د تيرو 15 كلونو راهسې د امریکې او ناټو عسكر تعینات دي خو دې سره هېواد كښې د امن وضعه ورځ پھ ورځ خرابېږي۔ واشنګټن پوسټ په راپور كښې وئيلي دي افغانستان كښې پوځي کردار ته د پراختيا وركولو مشورہ د کابینې شینئر چارواكو چې پكښې د دفاع محکمه هم شامل ده وركړې ده او دې سره سره د سپينې ماڼۍ سینئر چارواكي هم داسې رائي لري۔ د ذريعو تر مخه په دې لړ كښې اولس شمر ډونلډ ټرمپ په 25 مئی برسلز كښې د ناټو مشرانو غونډې څخه وړاندې مهم اعلان کولې شي۔

مزید خبریں