پرتګال كښې به پارلماني ټاكنې په 30 جنوري كيږي،صدر

لزبن 05 نومبر (اے پي پي) د پرتګال قدامت خوښې صدر مارسيلو ريبيلو ډي سوسا پارلمان تحليل كولو او اقليتي سوشلسټ حكومت 2022 بجټ مسترد كولو نه پس په 30 جنوري د خپل وخت څخه وړاندې د پارلماني ټاكنو كولو اعلان كړې۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې صدر د ټاكنو اعلان په قومي ټيلي ويژن كړې دې۔ده ووئيل په 27 اكتوبر د سوشلسټ حكومت د 2022 بجټ مسترد كړې شوې ؤ دې نه پس د وخت څخه وړاندې د ټاكنو لپاره لاره سمه شوې ده او اوس هغه د وخت څخه وړاندې د ټاكنو كولو نيټه اعلان كړه۔ده ووئيل دا پريكړه ځكه شوې چې د حكومت د پارليماني حمايت په بنياد كښې اختلاف “ناقابل تسخير” شوې ؤ او موجوده پارلمان سره د مخ په وړاندې تللو كومه دريمه لاره نه وه۔