د بلوچستان وزيراعلٰی په هدايت د هرنائي زلزله ځپليو بحالې لپاره د مرستې سامان ولېږل شو

كوئټه 04نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو په خاص هدايت د هرنائي زلزله ځپليو بحالې لپاره د پي ډي اېم اے لخوا د مرستې سامان ولېږل شو. د خبر له مخې د زلزله ځپليو بحالې لپاره په دې سامان كښې 2000 خيمې، 4000 كمبل او 1000 فوډ پېكټس شامل دي. وزيراعلٰی هدايت كړے چې د هرنائي زلزله ځپليو مرستې او بحالې لپاره دې هر ډول وسيلې په كار راوستلې شي.