واشنګټن 03 نومبر (اے پي پي)د امريكې فضائيه انسپكټر جنرل لېفټيننټ جنرل سمي وئېلي دي چې د اګست په 29مه نېټه په كابل كښې د امريكې ډرون په بريد كښې 10 افغان وګړي مړه شوي٬دا يوه افسوس ناكه غلطي وه خو د كوم هم قانون خلاف ورزي نه ده شوې۔انسپكټر جنرل لېفټيننټ سمي ډي سيډ د شورو په ورځ د روان كال د اګست مياشت په آخر كښې په كابل كشې د شوي ډرون بريد د پلټنو بشپړ كېدو نه پس په رپورټ وړاندې كولو په مهال وئېلي دي چې په پلټنو كښې د كوم قانون خلاف ورزي نه ده رامخې ته شوې۔ده ووئيل چې د بريد سره په تصديقي معلوماتو كښې د غلطۍ او مواصلاتي خرابۍ له امله وګړي مړه شوي