خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سندھ په دوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته ورسېدو

كراچي 03 نومبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سندھ په دوه ورځنۍ دوره د شورو په ورځ كراچۍ ته رسېدلې دے۔د پاكستان تحريك انصاف لخوا د جاري شوي بيان له مخې په جناح انټرنېشنل هوائي ډګر د پي ټي آئي لارښود او په سندھ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر حليم عادل شېخ٬اېم اېن اے لال مالهي٬اېم اېن اے جئے پركاش لوهانا٬د قامي اقليتي كمېشن مشر چيلارام د پارټۍ نورو لارښودو او كاركنانو سره د شاه محمود قرېشي هركلے وكړو۔په بيان كښې وئېلي شوي چې خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د زيارت په سهار د عمر كوټ تهرپاركر دوره كوي٬د كراچۍ څخه به د رېلي په صورت كښې شاه محمود قرېشي عمر كوټ ته ځي۔شاه محمود قرېشي به په مټهي كښې د هندو ټولنې لخوا د راجوړې كړې شوې ديوالي په دستوره كښې ګډون كوي