په كمبوډيا كښې وېلې ته د موټر لوېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي

نوم پنه 03 نومبر (اے پي پي) په كمبوډيا كښې وېلې ته د موټر لوېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه د كمبوډيا په ډانګ ټونګ ولسوالې كښې تېره ورځ هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د يو تند رفتار موټر ټائر وچاوېدو او موټر لوئې ژورې وېلې ته پرېوتو. د پوليسو له مخې په پېښه كښې د درې مېرمنو پشمول 7 كسان مړه شوي دي.