د كابل په ملټري روغتون بريد كښې طالب كمانډر حمدالله مخلص هم وژل شوے

كابل 03 نومبر (اے پي پي) د كابل په ملټري روغتون بريد كښې طالب كمانډر حمدالله مخلص هم وژل شوے. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې افغان دولت وئيلي دي چې د نهې په ورځ د سردار داٶد خان روغتون سره نزدې د طالبانو يو كمانډر حمد الله مخلص ځوابي كارروائي كوله او هغه هم په چاودنو كښې وژل شوے. حمدالله مخلص د بدري كور د ځانګړو ځواكونو يو چارواكې و. د نهې په ورځ د سردار محمد داٶد خان ملټري روغتون سره نزدې په دوه چاودنو كښې 19 كسان مړه او 50 ژوبل شوي وو. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نهې په ورځ په يو ټويټ كښې د بريد مسئول داعش ګرځولې و او وئيلي ئې و چې د ترهګرو د داعش ډلې 5 غړو په روغتون بريد كړے و چې پكښې څلور مړه او يو نيول شوے دے.