كابل 03 نومبر (اے پي پي) داعش د افغانستان په پايه تخت كابل كښې د سردار داٶد خان ملټري روغتون سره نزدې د چاودنو ذمه واري پغاړه واخسته. دا خبره د چين خبر رسنې ادارې د شورو په ورځ د داعش د يو بيان په اړه كړې. د نهې په ورځ د سردار محمد داٶد خان ملټري روغتون سره نزدې په دوه چاودنو كښې 19 كسان مړه او 50 ژوبل شوي وو. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نهې په ورځ په يو ټويټ كښې د بريد مسئول داعش ګرځولې و او وئيلي ئې و چې د ترهګرو د داعش ډلې 5 غړو په روغتون بريد كړے و چې پكښې څلور مړه او يو نيول شوے دے.