بګوټا 03 نومبر (اے پي پي) په كولمبيا كښې د سختو بارانونو له امله د زمكې ښوئېدنې په پېښه 10 مړه شوي دي، د پېښې په مهال 9 كسان بچ كړې شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه د اېكواډور پولې سره نزدې په مالاما سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د خاور يو كمر په هوټل راپرېوتو. د چارواكو له مخې په پېښه كښې په هوټل كښې 10 كسان مړه شوي دي. د پېښې په مهال 9 كسان بچ كړې شوي دي چې پكښې د دوه كسانو حالت اندېښمن دے. په مړو كسانو كښې 9 مېرمنې شاملې دي.