پېښور 02 نومبر (اے پي پي)د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئېلي دي چې په افغانستان كښې امن د سوئېلي آسيا په ټوله منطقه كښې د امن او استحكام لپاره ضرورې دې٬د جنګ ځپلي هېواد اولس له د امن او پرمختګ ته اړتيا ده۔نړيوالې طاقتونه دې د افغانستان تعمير نو لپاره فنډز وركړي۔اسلامي هېوادونه دې د افغان حكومت مرستې لپاره وړاندې راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پیښور كښې د جمعيت علماﺀ اسلام(س)سيوري لاندې قامي كنفرنس ته د خاص مېلما په توګه په خپله وېنا كښې وكړه۔په كنفرنس كښې د ټول هېواد څخه مذهبي مشرتابه ګډون كولو۔ده په قامي كنفرنس كښې مذهبي قيادت او ګډون كونكو ته خواست وكړو چې پاكستان د اسلام مركز جوړولو لپاره بشپړه هلې ځلې وكړئ