د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د سوګند پورته كولو دستوره وشوه٬٬كامران خان بنګش او ارشد ايوب خان د خپلو چوكو سوګند واخست

پېښور 02 نومبر (اے پي پي)د پیښور په ګورنر هاؤس كښې د نهې په ورځ د سوګند پورته كولو دستوره وشوه چې پكښې په صوبائي كابينه كښې شاملېدونكو دوه نوې وزيرانو كامران خان بنګش او ارشد ايوب خان د خپلو چوكو سوګند پورته كړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د صوبائي اسمبلۍ غړو غړو كامران خان بنګش او ارشد ايوب خان څخه د صوبائي وزيرانو سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬صوبائي وزيرانو شوكت يوسفزئي٬اشتياق ارمړ٬ډاكټر امجد٬انورزېب پشمول د صوبائي اسمبلۍ غړو ګډون كولو او د پېښور كمشنر رياض محسود٬د اطلاعاتو محكمې سېكرټري ارشد خان٬د اعلٰی تعليم محكمې سېكرټري داؤد جان نه علاوه نور انتظامي مشران هم په دستوره كښې موجود وو۔د دې نه پس ګورنر شاه فرمان په صوبائي كابينه كښې شامل شويو وزيرانو ته مباركي وركړه او د نيكو هيلو څرګندونه يې وكړه