د فرنټيئر كور نارتھ چمن سكاوټس لخوا د پاك افغان پولې سره نزدې په شهري سيمه كښې يوه ورځنې فري مېډيكل كېمپ

كوئټه 02 نومبر (اے پي پي)فرنټيئر كور نارته چمن سكاؤټس لخوا پاك افغان پولې سره نزدې په شهري سيمه كښې يوه ورځنې فري مېډيكل كېمپ لګولې۔په فري مېډيكل كېمپ كښې ګڼ شمېر رنځورانو له داروګان وركړې شول۔د تفصيلاتو له مخې ويړيا طبي كېمپ كښې ډاكټرانو ګڼ شمېر رنځورانو چې پكښې 104 ماشومان٬ 100مېرمنې او د 80 سړو معائنه وكړه۔په ويړيا طبي كېمپ كښې لېب ټېسټ٬الټراساونډ او د ايكسرے آسانۍ هم رنځورانو ته وركړی شوي۔د فرنټيئر كور نارتھ اعلٰی چارواكو د كېمپ دوره وكړه او هلته يې د موجوده رنځورانو او مشرانو سره د كېمپ او د سيمې په مجموعي صورتحال خبرې اترې وكړې