په نائجېريا كښې د 21 منزله ودانې لوېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه او ګن شمېر تر ملبه لاندې شوي

ابوجا 02 نومبر (اے پي پي) په نائجېريا كښې د 21 منزله ودانې لوېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه او ګن شمېر تر ملبه لاندې شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د نائجېريا يو چارواكي ابراهيم فارنيلوئي وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د لاګوس ښار په اكوئي سيمه كښې رامېنځ ته شوې. ده ووئيل چې په دې 21 منزله ودانې كار روان و كومه چې ناڅاپي رانسكوره شوه. ده ووئيل چې په پېښه كښې 4 كسان مړه او ګڼ شمېر ملبه لاندې شوي دي. ده ووئيل چې څلور كسان د ملبې څخه ژوندي رايستل شوي دي او د مرستې چارې روانې دي.