په مانسهره اېكسپرېس وے د موټر او وېن ټكر كېدو په پېښه كښې د دوه مېرمنو پشمول څلور په حق رسېدلي، 11 كسان ژوبل

ماسهره 02 نومبر (اے پي پي) په مانسهره اېكسپرېس وے په پرپانو ټنل كښې د موټر او وېن ټكر كېدو په پېښه كښې د دوه مېرمنو پشمول څلور په حق رسېدلي او 11 كسان ژوبل شوي دي. د رېسكيو 1122 له مخې ژوبل شوي كسان كنګ عبدالله روغتون مانسهره ته رسول شوي دي. د پېښې نه پس ټنل د مرستې چارو لپاره په عارضي توګه بند كړې شوې و كوم چې د مرستې چارو ترسره كېدو نه پس بېرته پرانستل شو.