جكارته 01 نومبر (اے پي پي) د انډونېزيا په سمارټر جزيره كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي خو په سمدستي توګه د كوم ځاني زيان يا د سونامي وراننګ اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔د امريكې جيالوجيكل سروے له مخې په سمارټر كښې تېره ورځ د محسوس شوې زلزلې شدت په رېكټر سكيل 5.9 رېكارډ كړے شوے چې مركز يې د سينابنګ سيمې څخه 255 كلوميټر لرې سوئېلي سمندري سيمه كښې وه