ماريب 01 نومبر(اے پی پی)د يمن د ماريب ښار په سوئېلي سيمه كښې د حوثي ياغيانو لخوا په يو جومات د مېزائل بريد په نتيجه كښې لږ تر لږه 22 كسه مړه او 25 ژوبل شوي ۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د اطلاعات وزير په ټوېټر خپل يو بيان كښې ووئيل حوثي ياغيانو د ماريب په جنوب كښې د استوګنې په سيمه كښې په دارلحديث سكول او جومات مېزائل بريد كړے چې په نتيجه كښې يې 22 كسه مړه او 25 ژوبل شوي۔په مړو شوو كښې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي۔ د چارواكو وېنا ده په بريد كښې د جومات په خوا كښې كورونو ته هم زيان رسېدلے ۔د ماريب ښار ګورنر په خپل بيان كښې وئيلي حوثي ياغيانو په جومات بريد كښې دوه بېلسټك مېزائل كارولي دي