خېبرپښتونخوا كابينه كښې بدلون وكړے شو ٬كامران بنګش او ارشد ايوب له د وزيرانو زمه وارۍ وركړی شوې

پیښور 01 نومبر(اے پی پی) په خېبرپښتونخوا كابينه كښې بدلون شوے چې پكښې دوه نوي وزيران شامل كړے شوي ٬د صوبائي حكومت وياند كامران بنګش د خاص مرستيال نه صوبائي وزير جوړ كړے شوے ٬ دغسې د هري پور سره تعلق لرونكے ارشد ايوب هم د كابينې برخه ګرځولې شوے او رياض خان٬عارف احمد زئي او محمد ظهور د خاص مرستيالو نه صلاحكار جوړ كړے شوي ۔صوبائي كابينه كښې اوس د وزيرانو٬خاص مرستيالو او صلاحكارو شمېره 25 ته ورسېده۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د خېبرپښتونخوا په كابينه كښې د بدلون كولو باقاعده منظوري وركړه