انقره 01 نومبر (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طيب اردوان د جي 20 مشرانو غونډه كښې د ګډون نه پس هېواد ته راستون شوے او هغه د سكاټ لېنډ په ګلاسګو ښار كښې په روان نړيوال ماحولياتي كنفرنس سي او پي 26 كښې د ګډون نه كولو پرېكړه كړې ۔ د المان خپرونو ادارې له مخئ د تركيه خبري اژانس اناطوليه او نورې ميډيا راپورونو كښې وئيلي دي د تركيه صدررجب طيب اردوان په نړيوال ماحولياتي كفنرنس كښې د ګډون نه كولو پرېكړه كړې خو په كنفرنس كښې د ګډون نه كولو سبب نه دے ښودلے شوے