واشنګټن ۔1نومبر(اے پی پی) د وائټ هاؤس پرېس سېكرټري جين ساكي كووډ-19 تېسټ مثبت راغلے۔ د امريكا خبر رسنې دارې لمخې د وائټ هاؤس پرېس سېكرټري جين ساكي وئيلي چې د هغې كووډ 19 ټېسټ مثبت راغلے دے او د شورؤ ورځې نه وروستو د هغې صدر يا د وائټ هاؤس عملې سينئر غړو كښې چا سره په ذاتي توګه كومه نزدې رابطه نه ده شوې۔ هغې په خپل بيان كښی ووئيل زما صدر جوبائيډ سره وروستې ملاقات د نهې په ورځ وشو كوم كښې چې مونږ دواړه ماسك اچولو سره يو بل نه د 6 فټه په فاصله ناست وو۔ هغې ووئيل زه خپل وجود كښې د كورونا ځينې علامات محسوسوم۔ هغې زياته كړه چې د منفي ټېسټ له راتلو او 10 ورځې قرنطينه كښې له پاتې كېدو وروسته به كار ته بېرته راګرځم