د آغا نصير ميروالي نوي ټاكلي شوي وزير اعلی مير عبد القدوس بزنجو ته مباركي

کوئټه۔1نومبر(اے پی پی) د پاك سرزمين ګوند سينئر لارښود آغا نصير ميروالي د بلوچستان نوي ټاكلي شوي وزير اعلی مير عبد القدوس بزنجو ته د خپل منصب سوګند په پورته كولو مباركي وركړې ده۔ هغه هيله ولرله چې نوې ټاكلې شوې اعلی وزير به د صوبې د اولس مسئلې حل كولو كښې خپل كردار ترسره ړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه خپل بيان كښې وكړه۔ هغه ووئيل په صوبه كښی د تعليم ٬ صحت ٬ مواصلاتو او د اوبو پخوانۍ مسئلې حل كولو له به كردار ترسره كول وي۔ هغه ووئيل د بېلو څانګو په خالي چوكو د بھرتۍ عمل پېل كولو سره دې د بېروزګارۍ ختمولو له ګامونه پورته كړې شي دغسې چې اولس د نوي حكومت د مېوؤ نه استفاده وكړې شي۔