اواګاډوګو۔1نومبر(اے پی پی) د برکینا فاسو په صوب سورو پولیس سټېشن د نامعلومه وسله والو د بريد په نتيجه كښې 5 پوليس اهلكار مړه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د بركينا فاسو قومي خبر رسنې ادارې آئي بي حوالې سره وئيلي دي چې تېره ورځ نامعلومه وسله والو د برکینا فاسو په صوب سورو پوليس سټېشن بريد وكړو چې په نتيجه كښې ئې 5 پوليس اهلكار ووژل شول۔ د بريد نه وروستو وسله وال يو ګاډې او 8 موټر سائيكلې په زور اخستلو سره وتښتېدل۔ بلخوا پوليس په دې بريد كښې د ككړو وګړو لټون له عمليات پېل كړي دي