پشاور۔31اکتوبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلع کښې په 46 کنال رقبه د 3 ارب 84 کروړه روپو په لګښت د ښځو او ماشومانو د روغتون پرانسته وکړه۔ په دې مهال د روغتيا صوبائي وزير تېمور جھګړا ٬ د تعليم صوبائي وزير شهرام خان تركۍ ٬ د تجارت خصوصي مرستيال عبد الکريم خان او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړے عاقب الله خان هم موجود وو. په دې روغتون به 3.84 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ دا روغتون به په 46 کناله رقبه محيط وي او په دوه دوه نيم كاله كښې به دا منصوبه پايې ته ورسي۔ پنځه چھته دې روغتون كښې به د نورو څلورو چھتونو اضافه هم كولې شي۔ دا روغتون به كوچنيانو او مېرمنو لپاره هر ډول عصري آسانۍ لري