تلپاتې امن او د اولس تحفظ د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د بلوچستان اعلی وزير عبد القدوس بزنجو

کوئټه۔31 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير عبدالقدوس بزنجو په پنجګور بازار كښې د ريموټ كنټرول بمي چاؤدنې غندنه كولو سره ددې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي د بې ګناه وګړو په نخښه كول يو بزدلانه فعل دے۔ د ترهګرو د دې ډول كارروائيو مقصد بې چېني او ناامني پېدا كولو سره د هېواد دښمنه عناصرو ايجنډه پوره كول دي۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ ختمولو په جنګ كښې د بلوچستان اولس خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے ٬ په صوبه كښې د تلپاتې امن په ځائې كول او د اولس د ځان او مال تحفظ د بلوچستان حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل صوبائي حكومت به د ترهګرۍ ختمولو له بشپړه پالېسي وضعه كوي په كومه كښې به چې د ټولو همكارانو باور ترلاسه كولې شي۔ اعلی وزير پیښه كښې د شهيد شويو لوړو درجونو او غمجنيو كورنيو له د زغم دعا وكړه۔ هغه هدايت وكړو چې چاؤدنه كښې ژوبل شويو ته دې غوره طبي آسانۍ وركړې شي