يمن ٬ د عدن هوائي مېدان په مركزي دروازه بمي چاؤنه ٬ 5 كسان مړه ٬ 25 ژوبل

عدن۔31اکتوبر(اے پی پی) د يمن امنيتي ځواكونو وئيلي دي چې د عدن هوائي مېدان مركزي دروازې ته نزدې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 25 نور ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د عدن امنيتي انتظاميې بيان حوالې سره وئيلي دي ترهګر عناصرو د اتوار په ورځ ماښام د عدن هوائي مېدان مركزي دروازې ته نزدې د بارود نه ډك يو موټر چاؤدنې سره والوزولو چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او د كوچنيانو او مېرمنو په شمول 25 كسان ژوبل شول۔ هغه ووئيل امنيتي ځواكونو د چاؤدنې ځائې څخه ژوبل شوي درملنو له د عدن روغتونونو ته منتقل كړي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تر دې دمه كوم هم تنظيم ددې پېښې مسؤوليت نه دې قبول كړې