ابوظهبی۔31اکتوبر(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2021 كښې افغانستان د سپر 12 راؤنډ په يو اهم مېچ كښې له يو اړخيزه مقابلې وروستو 62 رنز سره ماتې وركولو سره په ټورنامنټ كښې دويمه كاميابي ترلاسه كړه۔ افغان لوبډلې وړومبي بېټنګ كولو سره 160 رنز جوړ كړل۔ د افغانستان لخوا محمد شهزاد د 45 رنز په زړه پورې اننګز وكړو۔ په ځواب كښې د نمیبیا ټولې لوبډلې د 9 وكټونو په زيان 98 رنز جوړ كړې شول۔ نوین الحق او حامد حسن درې درې وكټې ترلاسه كړې۔ نوین الحق د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔ د اتوار په ورځ زېد كركټ سټېډيم كښې د ټورنامنټ په 27 م مېچ كښې د افغانستان كپتان محمد نبي ټاس ګټلو سره د وړومبي بېټنګ كولو پرېكړه وكړه۔ د افغانستان لخوا حضرت الله 33 او محمد شهزاد 53 رنز جوړ كړل۔ دغسې اصغر افغان 31 او محمد نبی 32 رنزونو سره ناټ آؤټ پاتې شو۔ افغانستان په ټاكلي 20 اورونو كښې 160 رنز جوړ كړل۔ په ځواب كښې د نمیبیا لوبډلې د مطلوبه هدف په ترلاسه كولو كښې ناكامه پاتې كېدو سره د 9 وكټونو په زيان 98 رنز جوړ كړل۔ تر ټولو زيات سكور ډیوډ ویزے 26 رنز وكړل۔ د افغانستان لخوا نوين الحق او حامد حسن درې درې او ګلبدين نائب دوه لوبغاړي آؤټ كړل۔ نوين الحق د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو