اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د اټك ضلعې په كلي واله سيمه كښې د يو تند رفتاره وېن كندې ته د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 8 نور ژوبل شوي دي۔ د نجي ټي وي چېنل لمخې اټك كښې پېنډۍ څخه كالا باغ ته تلونكې وېن د برېك فېل كېدو له امله 20 فټه ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كښې ئې په وېن كښې ناست 3 كسان په ځائې مړه او 8 نور ژوبل شول۔ بلخوا د مرستې ډلو د پېښې ځائې ته رسېدو سره سمدستي ژوبل شوي تحصيل روغتون جنډ ته منتقل كړل۔