کابل۔31اکتوبر(اے پی پی) افغان امنيتي ځواکونو د لوئيديز ولايت هرات په صوبائي پلازمينه هرات ښار اته تنه په جنايي فعاليتونو کښې د لاس لرلو په تور نيولي دي۔ د چينايي ميډيا له مخې، تورن مجرمين د ښار د پوليس ډستركټ 4 او د پوليس ډسټركټ 5 سيمو څخه نيول شوي او د دوی څخه د 2 اے كے 47 ټوپكونه ٬ 2 تومانچې، 2 لاسي بمونه او يو شمېر پوځي يونيفورمونه ترلاسه شوي دي۔ د جاري كړې شوي بيان لمخې نيول شوي کسان د امنيتي اهلكارو په جامه کښې د وسله والو ډاكو او غلاګانو په شمول يو شمېر بېلابېلو جرمونو كښې ككړې پاتې شوې وو۔ بلخوا د طالباتو په مشرۍ كښې اسلامي امارات افغانستان په جنګي ځپلي هېواد كښې د امنيتي وضعې ښه كولو عزم لري۔