کوئټه ۔30اکتوبر(اے پی پی) مير جان محد جمالي د كومې مقابلې نه غېر د صوبائي اسمبلۍ سپيكر وټاكلې شو۔ د بلوچستان په اسمبلۍ كښې لنډمهاله سپيكر سردار بابر خان موسی خېل به د اسبملۍ د سپيكر اعلان كوي۔ د بلوچستان اعلی وزير عبد القدوس بزنجو د سپيكر شپ څخه د استعفی وركولو نه وروسته د نوي سپيكر پراؤ نن د خالي په ورځ وشو۔ د بلوچستان عوامی پارټۍ چيف آرګنائزر مير جان محمد جمالي د نامزدګۍ 5 كاغذونه جمع كړل۔ بياهم تر ټاكلي وخت د ده په مقابله كښې كوم بل كانديد د نامزدګۍ كاغذونه جمع نه كړل۔ د بلوچستان اسمبلۍ سېكرټري طاهر شاه ووئيل د قاعدو لمخې جان محمود جمالي د كومې مقابلې نه غېر د اسمبلۍ سپيكر غوره كړې شو۔ لنډ مهاله سپيكر سردار بابر خان موسی خېل به د نوي ټاكلي شوي سپيكر نامه په باضابطه توګه اعلان كري۔