پاکستان ،امریکا سره دوه اړخيزه اړيكې او همكاري مهمه ګڼي٬ پاكستانې سفير

واشنګټن۔30اکتوبر(اے پی پی) پاکستانی سفیر اسد مجید خان وئيلي دي پاكستان امريكا سره دوه اړخيزه اړيكو او همكارۍ ته زيات اهميت وركوي ٬ د شريكو ګټو ٬ اقدارو دوه اړخيزه اړيكو لا بهترۍ له په ګډه كار كول غواړي۔ دا خبره هغه د خالي په ورځ په واشنګټن كښې امريكائي انډر سېكرټري ازره ضيا سره ملاقات كښې وكړه۔ پاكستاني سفير ډاكټر اسد مجيد خان په تود هركلي كولو د امريكائي انډر سېكرټري مننه وكړه۔ هغه ووئيل پاكستان امريكا سره دوه اړخيزه اړيكو او همكارۍ ته زيات اهميت وركوي٬ په دې لړ كښې د دوه اړخيزه اريكو بهترۍ له په ګډه كار كول غواړؤ۔ په دې موقعه امريكائي انډر سېكرټري ازرہ ضیا په پاك امريكا اړيكو د بشپړه خبرو په كولو د پاكستاني سفير مننه وكړه۔ هغې ووئيل مونږ د ترهګرۍ مخنيوي ٬ د بشري حقونو تحفظ ٬ مذهبي آزادۍ او د بشري خواخوږۍ لمخې د افغان اولس مرستې په لړ كښې د دوه اړخيزه مثبتو خبرو ستائنه كوؤ۔