د اعلی وزير محمد خان په چارسده كښې د يو ځوان د وژنې او د مشتعل مظاهرچيانو د تورن د كور د سېزلو پیښې نوټس

پېښور ۔30 اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په چارسده كښې د يو ځوان د وژنې او د مشتعل مظاهرچيانو لخوا د وژونكي د كور سېزلو پیښې نوټس اخستلو سره آئي جي پوليس څخه رپورټ طلب كړے دے۔ اعلی وزير د وژنې پیښې او د دې په رد عمل كښې د رامخې ته شوي تشدد په سختۍ سره غندنه كولو سره پوليس ته د امن وضعې بهترۍ او د قانون سرلوړي باوري كولو له د ضروري ګامونو بورته كولو هدايت وكړو۔ هغه ووئيل دا دواړه پېښی د افسوس او د غندنې وړ دي او چا ته به هم د قانون په خپل لاس كښې د اخستو اجازه وركولې نه شي۔ اعلی وزير د سيمې وګړو ته امن سره د پاتې كېدو اپيل كولو سره ووئيل په دې معامله كښې د انصاف ټولې تقاضې ترسره كړې شي