اټك 29 اکتوبر (اے پي پي) د جمعيت علماﺀ اسلام (س) امير او د جامعه حقانيه اکوړه خټك مولانا حامد الحق حقاني وئيلي دي په افغانستان كښې د مجاهدينو او علماء حكومت جوړ شوے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حضرو په بهادر خان كلي كښې په جامعه امام اعظم ابو حنيفه كښې د نومبر په 2مه نيټه پېښور كښې د مولانا سميع الحق شهيد کنفرنس كښې علماء کرام ته د بلنې وركولو په مهال ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان، ايران، چين او افغانستان سره د تعلق لرونكو هېوادونو او نړۍ كښې امن لپاره ضروري ده چې نړۍ په افغانستان كښې د طالبانو حكومت تسليم كړي او طالبان هم ګردې نړۍ سره تجارتي او د سېلګرۍ لارې پرانيځي او او د ناامنۍ خاتمې لپاره اقدامات وكړي۔ ده ووئېل پاکستان يوې نظريې او امن لپاره جوړ شوے٬ ټول قام دې په ګډه د دښمن عناصرو عزائم ناكامه كړي