بيجنګ 29 اکتوبر (اے پي پي) د چين په مېنځنۍ هېنان ولايت كښې د سرو زرو نوي درنګونه موندلې شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې د ارضيات ٬ معدنيات او پرمختګ صوبائي بېورو په دې لړ كښې وئيلي دي د نوو موندلے شوو درنګونو ابتدائي اندازه 31.55 ټن لګولې شوې ۔ ده ووئيل د سرو زرو درنګ د ټونګ بائي ګاٶنټي په ژو ژوانګ سيمه كښې موندلې شوي او د نور لټون نه پس به سږ كال تر پائې د سرو د درنګ اندازه د 50 نټه نه زياته شي۔ د يادونې وړ ده د څو لسيزو راهسې هېنان د سرو زرو پېدا كولو لپاره د چين دوېمه لويه سيمه ده