خرطوم 29 اکتوبر (اے پي پي) د سوډان په حكومت د قبصه كونكي پوځ مشر جنرل عبدالفتاح برهان وئيلي دي وزيراعظم به په يوه اونۍ كښې غوره كړے شي۔ د المان خپرونو ادارې له مخې ده د روسيه مجلې سپتنګ سره خپلې مركه كښې ووئيل نوے وزيراعظم به ټېکنوکرېټ وي ٬ ده دا هم په ډاګه كړه چې نوے وزيراعظم به كابينه هم جوړوي۔ ده ووئيل د يو محب وطن په توګه دا زما وظيفه ده چې د خلقو د عبوري حكومت تر انتخاباتو مرسته وكړم۔ خپلې مركه كښې د سوډان پوځ مشر د ممكنه وزيراعظم د نامې پحقله تفصيلات رامخې ته نه كړل۔ د يادونې وړ ده پوځ د ګل په ورځ د عبدااللہ حمدوك په حكومت قبصه كړې وه