مير عبدالقدوس بزنجو د مقابلې نه غېر د بلوچستان وزيراعليٰ وټاكلے شو

کوئټه 29 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلي پخوانے سپيكر مير عبدالقدوس بزنجو د مقابلې نه غېر د بلوچستان وزيراعليٰ ټاكلے شوے۔ د جمعې په ورځ د ډپټي سپيكر سردار بابر خان موسي خېل په مشرۍ كښېي په غونډه كښې په 65 كښې 39 غړي په غونډه كښې موجود وو او دې ټولو غړو د عبدالقدوس بزنجو په حق كښې رائې وركړې۔ د نوي ټاكلي وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو تعلق د بلوچستان آواران سيمې سره دے او د جهاٶ سيمې د نوموړي سياسي او سماجي لارښود مير عبدالمجيد بزنجو كره زېږېدلے او د خپل كلي شنډۍ سركاري سكول څخه ئې مېټرك او اېف اېس سي ئې كوئټې څخه كړې٬ د بلوچستان پوهنتون څخه د ګرېجوېشن نه پس ئې په نمل پوهنتون اسلام آباد كښې په انګلېسۍ كښې ډپلومه كړې ۔ عبدالقدوس بزنجو سياست د پخواني صدر پروېز مشرف په دور كښې د بلدياتي ټاكنو څخه پېل كړے٬ نن مير عبدالقدوس بزنجو 39 رائې ترلاسه كولو سره په دوېم ځل د بلوچستان وزيراعليٰ ټاكلے شوے۔ په غونډه كښې د بي اېن پي٬جے يو آئي ‘ پښتونخوا مېپ غړو سره سره آزاد غړي نواب اسلم رئيساني هم ګډون كولو او دغسې نواب ثنا اللہ زهري هم مير عبدالقدوس بزنجو ته ووټ وركړے٬ دې نه وړاندې هم په كال 2018م كښې مير عبدالقدوس بزنجو 39 ووټونه ترلاسه كولو سره وزيراعليٰ ټاكلے شوے ٶ