د امريکې صدر جو بائيډن د جي۔ 20 مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره روم ته ورسيد

روم 29 اکتوبر (اے پي پي) د امريکې صدر جوبائيډن جي۔ 20 مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره روم ته رسيدلې۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې کورونا وائرس وبا پيل كيدو نه پس په وړومبې ځل په غونډه كښې د دې هېوادونو مشران په ذاتي توګه ګډون كوي۔ جو بائيډن به د جي۔ 20 مشرانو په غونډه كښې ګډون نه پس د سکاټ لينډ ګلاسکو ښار كښې د ماحوليات نړيوال کنفرنس كښې هم ګډون كوي۔ د امريکې صدر جوبائيډن به د جمعې په ورځ د فرانس صدر ايمانوئل ميکرون سره هم ملاقات کوي۔