بلوچستان اسمبلۍ كښې به د حكومتي مشر ټاكنې لپاره غونډه(نن)كېږي

كوئټه 28 اکتوبر (اے پي پي)د نوې حكومتي مشر ټاكنې لپاره د بلوچستان اسمبلۍ غونډه(نن)د جمعې په ورځ سهار 10 بجې رابللې شوې۔د بلوچستان اسمبلۍ سېكرټري طاهر شاه له مخې د آرټيكل 130(4)له مخې به نوې حكومتي مشر ټاكلے شي۔مير عبدالقدوس بزنجو ته د بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحادي ګوندونو هزاره ډيمو كرېټك پارټي ٬ جمهوري وطن پارټي ٬ اے اېن پي او د بي اېن پي عوامي پشمول د اپوزېشن بنچز هم ملاتړ ترلاسه دے ۔د سپيكر چوكۍ لپاره سينيئر پارليمينټرين مير جان جمالي مضبوط كانديد دے۔د سوګند پورته كولو دستوره به هم د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس كښې كېږي