د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د ترهه ګرۍ په پېښو كښې د امنيتي اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه

پیښور 28 اکتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په كرم او ميرانشاه كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې د امنيتي اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې۔په جاري شوي بيان كښې وزيراعلٰی د ترهه ګرۍ د پېښو په سختو ټكو غندنه كړې او وئېلې يې دي چې دا ډول پیښو سره د امنيتي ځواكونو حوصلې كمزوې كېدې نه شي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړه