كابل 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د افغانستان امنيتي ځواكونو د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په فضائي بريدونو كښې د 19 شرخوښو وژلو ادعا كړې او طالبانو د كابل خان آباد هائي وے كنټرول سنبال كړے۔ د افغانستان مېډيا له مخې د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د ننګر هار په آچين ولسوالۍ كښې پھ يو هوائي بريد كښې د شرخوښي تنظيم …
د افغانستان امنيتي ځواكونو د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په فضائي بريدونو كښې د 19 شرخوښو وژلو ادعا كړې

مزید خبریں
كابل 07 مئي ﴿اے پي پي﴾ د افغانستان امنيتي ځواكونو د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې په فضائي بريدونو كښې د 19 شرخوښو وژلو ادعا كړې او طالبانو د كابل خان آباد هائي وے كنټرول سنبال كړے۔ د افغانستان مېډيا له مخې د دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د ننګر هار په آچين ولسوالۍ كښې پھ يو هوائي بريد كښې د شرخوښي تنظيم داعش 8 غړي مړه شوي۔ د بدخشان په زيباك ولسوالۍ كښې پھ يوه كاروائۍ كښې 6 طالبان جنګيالي مړه شوي شوي۔ د هلمند په په خان چين ولسوالۍ كښې په هوائي بريد كښې د 5 شرخوښو د وژلو ادعا شوې۔ له بلې خوا د فندوز په مهمه ولسوالۍ د قبضې نه وروستو طالبانو د قندوز او خان آباد هائي وے كنټرول سنبال كړو۔ يوه ورځ وړاندې طالبانو د قندوز په قلع ذال ولسوالۍ قبضه كړې وه








