سرینګر۔26اکتوبر(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند نيولي شوي كشمير كښې د نهې په ورځ په بانډي پوره ضلع كښې د لاسي بم په يوه چاؤدنه كښې 5 كسان ژوبل شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې دا چاؤدنه د ضلعې په سنبل سيمه كښې هندي پوځي بنكر ته نزدې وشوه چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان ژوبل شول۔ ژوبل شوي كسان کمیونټی هېلت سېنټر سنبل ته رسولې شوي كوم ځائې څخه چې هغوي د سرينګر يو روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د چاؤدنې نه وروسته هندي پوځ او پوليس اهلكارو سيمه محاصره كولو سره د پلټنې كارروائي پېل كړې