د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا ملاقات

کوئټه ۔25اکتوبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا ګورنر هاؤس كوئټه كښې ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر هاؤس څخه د جاري شوي بيان لمخې ملاقات كښې په بلوچستان صوبه كښې د امن په مجموعي وضعه ، روانو پرمختيائي منصوبو او د لوړو زده كړو آسانيو رسولو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل ډې اولسي خېر ښېګړې ته پام ګرځولو او د صوبې مثبت عكس رامخې ته كولو له عملي ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقعه سېنېټر نصيب الله خان بازئي هم موجود وو